له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَحَقُّ الشُّرُوطِ أَنْ تُوفُوا بِهِ مَا اسْتَحْلَلْتُمْ بِه...
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې په شرطونو کې تر ټولو زیات حقدار هغه دي چې باید وفا پرې وشي، په کوم سره چې له ښځې څخه استمتاع (خوند اخیستل) روا...
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الدُّنْيَا مَتَاعٌ، وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دنیا او څه چې په دنیا کې دي هغه څه دي چې د یو څه وخت لپاره ترې خوند اخیستل کیږي بیا له منځه ځي او دا چې تر ټ...
له جریر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ناڅاپه لیدو په اړه وپوښتل، نو هغه راته امر وکړ چې سترګ...
جریر بن عبد الله رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې یو سړی په ناڅاپه ډول پرته له نیته یوې پردۍ ښځې ته ګوري؟ نو رسول الله...
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر ی...
انس رضي الله عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوی اختر په ورځ په خپل لاس دوه نر ښکرور برګ پسونه قرباني کړل، هغه چې رنګ یې تور او سپین سره...
له عبدالرحمن بن ابي لیلی څخه روایت دی چې دوي له حذیفه سره وو، هغه اوبه وغوښتې، نو یو مجوسي اوبه ورکړې، کله یې چې لوښی په لاس کې ورکړ بېرته یې پرې ووی...
رسول الله صلی الله علیه وسلم نارینه د هر ډول ورېښمو له اغوستلو منع کړي دي. او نارينه او ښځې یې د سرو او سپينو زرو په لوښو کې له خوراک او څښاک څخه منع...
له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَحَقُّ الشُّرُوطِ أَنْ تُوفُوا بِهِ مَا اسْتَحْلَلْتُمْ بِهِ الْفُرُوجَ».
"په شرطونو کې تر ټولو حقدار شرط چې باید وفا پرې وشي هغه دی په کوم سره چې تاسو د ځان لپاره شرمګاوې (ښځې) حلالې ګرځولي دي (نکاح)."
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الدُّنْيَا مَتَاعٌ، وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ».
«دنیا د خوند اخیستلو څیز دی، او د دنیا تر ټولو غوره شی چې خوند ورڅخه اخیستل کیږي؛ نېک صالحه مېرمن ده».
له جریر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ناڅاپه لیدو په اړه وپوښتل، نو هغه راته امر وکړ چې سترګې واړوم.
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله.
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «رُفِعَ الْقَلَمُ عن ثلاثة: عن النائم حتى يَسْتَيْقِظَ، وعن الصبي حتى يَحْتَلِمَ، وعن المجنون حتى يَعْقِلَ».
"له درې ډوله خلکو څخه قلم پورته شوی دی: له ویده څخه تر هغه پورې چې راویښ شي، له کوچني څخه تر هغه پورې چې زلمی (بالغ) شي او له لیوني څخه تر هغه پورې چې په هوش راشي".
ابن عمر - رضي الله عنهما- له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «أحْفُوا الشَّوَارِبَ وأَعْفُوا اللِّحَى».
«برېتونه لنډ کړئ او ږیرې اوږدې کړئ».
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا يَنْظُرُ الرَّجُلُ إِلَى عَوْرَةِ الرَّجُلِ، وَلَا الْمَرْأَةُ إِلَى عَوْرَةِ الْمَرْأَةِ، وَلَا يُفْضِي الرَّجُلُ إِلَى الرَّجُلِ فِي ثَوْبٍ وَاحِدٍ، وَلَا تُفْضِي الْمَرْأَةُ إِلَى الْمَرْأَةِ فِي الثَّوْبِ الْوَاحِدِ».
«سړی به د سړي شرمګاه ته نه ګوري، او ښځه به د ښځې شرمګاه ته نه ګوري او نه دې یو سړی له بل سړي سره په یوه جامه کې ځان پټوي او نه دې یوه ښځه له بلې ښځې سره په یوه جامه کې ځان پټوي».
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) او فرمایل به یي: «إِنَّ مِنْ خِيَارِكُمْ أَحْسَنَكُمْ أَخْلَاقًا». « یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري».
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «إنَّ المُؤْمِنَ ليُدرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ القَائِمِ».
"بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي".
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَكْمَلُ الْمُؤْمِنِينَ إِيمَانًا أَحْسَنُهُمْ خُلُقًا، وَخَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِنِسَائِهِمْ».
"په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي".