- د قربانۍ مشروعیت او پدې کې د مسلمانانو اجماع ده.
- د قربانۍ لپاره غوره هغه ډول وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کړې ده؛ د هغې د ښکلا، ښایسته غوښې او وازګې له امله.
- نووي وایي: پدې کې په دې خبره دلیل دی چی یو سړی کولی شي خپله قرباني په خپله وکړي او له عذر پرته یې په بل چا ونه کړي او که یې (د عذر له امله) په بل چا کوله نو د حلالې پر مهال باید خپله حاضر وي، او که پر ځای یې بل مسلمان ورته حلاله وکړه نو پرته له اختلافه چې روا ده.
- ابن حجر وايي: په دې کې په دې خبره دلیل دی چې د ذبحې پر مهال د بسم الله او الله اکبر ويل مستحب دي او دا هم مستحب دي چې د حلالې پر مهال د قربانۍ د ورمېږ په ښي اړخ پښه کېښودل شي او پدې یې هم سره سلا کړې چې قرباني باید په چپ اړخ څملول شي او خپله پښه دې د ورمیږ په ښي طرف کېښودل شي، تر څو حلالوونکي ته اسانه شي چې چاړه په ښي لاس او د قربانۍ سر په چپ لاس ونیسي.
- د ښکرور څاروي قرباني کول مستحب دي او په نورو هم قرباني جایز ده.