- د دې دنیا له پاکیزه څیزونو څخه د خوند اخیستلو جواز؛ هغه چې الله جل جلاله ترې خوند اخیستل روا کړي وي پرته له اسراف او تکبر څخه.
- د صالحې میرمنې غوره کولو ته هڅونه؛ ځکه چې د خاوند لپاره مرستندویه ده چې د خپل رب اطاعت وکړي.
- د دنیا تر ټولو ښه متاع هغه ده چې د الله جل جلاله اطاعت پکې وي او یا د الله جل جلاله د اطاعت لپاره مرستندویه وي.