- انسان خو یا په خوب سره اهلیت له لاسه ورکوي، چې خوب یې د راویښېدو مانع ګرځي تر څو خپل مکلفیت ادا کړي او یا ماشومتوب او کوچنیوالی چې په دې حالت کې دی اهلیت نه لري، او یا د لیونتوب له امله، چې رواني چارې ورسره ګډوډیږي، او یا د ده په څېر نور (حالات) لکه: نشه، نو چا چې تمیز له لاسه ورکړ او سم تصور یې نه شو کولای، د دې دریو اسبابو له امله ترې مکلفیت لرې کېږي؛ نو الله تعالی ترې په خپل عدل، بردبارۍ او سخاوت سره مکلفیت پورته کړی او په عمل یې نه نیسي که چېرته تېری وکړي او یا د الله تعالی په حق کې نیمګړتیا وکړي.
- د دوی د ګناهونو نه لیکل کېدل، د دوی نه ځيني دنيوي حکمونه نه نفی کوي؛ لکه: لیونی که چېرته قتل وکړي، نو قصاص او کفاره پرې نشته، خو کورنۍ به يې ديت ورکوي.
- زلمیتوب (بلوغ) درې نښې لري: د منیو وتل، که په خوب کې وي یا بل ډول، د شرمګاه شاوخوا وېښتان راشنه کېدل او یا د پنځلس کلنۍ عمر پوره کول او د ښځې څلورمه اضافي نښه حیض دی.
- سبکي فرمایلي: صبي: ماشوم ته ویل کیږي، او نورو ویلي: انسان چې کله د مور په ګېډه کې وي نو جنین ورته ویل کیږي، کله چې وزیږیږي بیا ورته ماشوم ویل کیږي، کله چې د تي نه بیل شي نو تر اووه کلنۍ پورې هلکی وي تر دې چې لس کلنۍ ته ورسیږي او پنځلس کلنۍ ته په رسېدو تندرست شي، او سیوطي وایي چې صحي خبر داده چې په دې ټولو پړاوونو کې ورته صبي یعنی کوچنی ویل کیږي.