له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ، وَلَكِنِ الْوَاصِلُ الَّذِي...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: له خپلوانو سره په خپلوۍ پاللو او نیکۍ کولو کې پوره انسان هغه څوک ندی چې د نیکۍ مقابل کې نیکي کوي، په صله رح...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَتَدْرُونَ مَا الْغِيبَةُ؟»، قَالُوا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حرام غیبت حقیقت بیانوي، چې هغه پسې شا د مسلمان یادول دي په هغه څه سره چې هغه یې نه خوښوي، برابره خبره ده که ځاني صفتونه...
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا...
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې هر هغه څه چې عقل غیبوي او له منځه یې وړي نو هغه نشه کوونکي شراب دي، برابره خبره ده که هغه څښاک وي یا خو...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّاشِيَ وَالْمُرْتَشِيَ فِي الْحُكْمِ. رسول ال...
رسول الله صلی الله علیه وسلم رشوت ورکوونکي، رشوت اخیستونکي او رشوت قبض کوونکي ته د الله له رحمت څخه په لرې کېدلو او شړلو سره ښېرا کړې ده. لدې څخه ه...
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ؛ فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ، وَلَا تَح...
رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو هغو کارونو څخه منع فرمایلي دي چي د مسلمانانو تر منځه تفرقه او دښمني رامنځته کوي، له هغو څخه: (الظن) له دلیل پر...

له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ، وَلَكِنِ الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قُطِعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا». "هغه څوک خپلوي پالونکی ندی چې بدل خلاصوي، مګر هغه څوک خپلوي پالونکی دی چې خلک یې ورسره پرې کوي او هغه یې بیرته وصلوي (پالي)».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَتَدْرُونَ مَا الْغِيبَةُ؟»، قَالُوا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «ذِكْرُكَ أَخَاكَ بِمَا يَكْرَهُ»، قِيلَ: أَفَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ فِي أَخِي مَا أَقُولُ؟ قَالَ: «إِنْ كَانَ فِيهِ مَا تَقُولُ فَقَدِ اغْتَبْتَهُ، وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ فَقَدْ بَهَتَّهُ». «آيا تاسو پوهېږئ چې غيبت څه ته وايي؟ هغو وويل: الله جل جلاله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: " په هغه څه سره دې د (مسلمان) ورور یادول چې هغه یې نه خوښوي." وویل شو: پدې اړه خبر راکړه چې: که چېرته زما په ( مسلمان ) ورور کې هغه څه وي چې زه وایم؟ ویې فرمایل: "که چېرته هغه څه پکې وي چې ته یې وایې نو غیبت دې وکړ او که چېرته پکې نه وي نو تور ( تهمت ) دې پرې پورې کړ».

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة». "هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکی شی حرام دی، څوک چې په دنیا کې شراب وڅښي او معتاد پرې مړ شي او توبه ونه کړي، نو په آخرت کې به شراب و نه څښي".

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّاشِيَ وَالْمُرْتَشِيَ فِي الْحُكْمِ. رسول الله صلی الله علیه وسلم په رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي لعنت ویلی دی.

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ؛ فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ، وَلَا تَحَسَّسُوا، وَلَا تَجَسَّسُوا، وَلَا تَحَاسَدُوا، وَلَا تَدَابَرُوا، وَلَا تَبَاغَضُوا، وَكُونُوا عِبَادَ اللهِ إِخْوَانًا». «له ګمان څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده، او د خلکو عورتونو پسې مه ګرځئ، او جاسوسي مه کوئ، او له یوبل سره کینه مه کوئ، او یو بل ته شاه مه اړوئ، او یو پر بل مه غصه کیږئ، او ټول د الله جل جلاله بندګان شئ ورونه ورونه».

له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَتَّاتٌ». «چغلګر - انسان - جنت ته نه داخلیږي».

له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ، وَإِنَّ مِنَ المُجَاهَرَةِ أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ بِاللَّيْلِ عَمَلًا، ثُمَّ يُصْبِحَ وَقَدْ سَتَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ، فَيَقُولَ: يَا فُلاَنُ، عَمِلْتُ البَارِحَةَ كَذَا وَكَذَا، وَقَدْ بَاتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ، وَيُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللَّهِ عَنْهُ». «زما ټول امتیان بخښل شوي دي پرته له هغو څخه چې د - ګناه - ښکاره کوونکي وي، او -ګناه- ښکاره کوونکي خلک هغه دي چې: یو سړی د شپې یو کار (ګناه) وکړي، بیا په داسې حال کې سهار کړي چې الله د هغه ستر او پرده کړي وي، بیا ووايي: اې فلانیه! ما تېره شپه داسې او داسې وکړل، او حال دا چې هغه به په داسې حال کې شپه تېره کړې وي چې الله تعالی د هغه ستر او پرده کړي وي، خو دی به سبا د هغه څه څخه پرده پورته کړي چې الله پرې پرده اچولې وه».

له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَطَبَ النَّاسَ يَوْمَ فَتْحِ مَكَّةَ، فَقَالَ: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ اللهَ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ وَتَعَاظُمَهَا بِآبَائِهَا، فَالنَّاسُ رَجُلَانِ: بَرٌّ تَقِيٌّ كَرِيمٌ عَلَى اللهِ، وَفَاجِرٌ شَقِيٌّ هَيِّنٌ عَلَى اللهِ، وَالنَّاسُ بَنُو آدَمَ، وَخَلَقَ اللهُ آدَمَ مِنْ تُرَابٍ، قَالَ اللهُ: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ} [الحجرات: 13]».رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحې په ورځ خلکو ته خطبه ورکړه نو ویې وییل: « اې خلکو، یقینا چې الله جل جلاله ستاسو څخه د جاهلیت غرور او په پلرونو ویاړ لرې کړی دی ، خلک دوه ډوله دي، نیک، پرهیزګاه او د الله تعالی په وړاندې عزتمن، او بې لارې بدبخته، او د خلکو په وړاندې سپک، او خلک د آدم اولاده دي، او الله تعالی آدم له خاورې پیدا کړی دی، الله تعالی فرمایلي: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ} [الحجرات: 13] .اې خلکو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى».

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي: «إِنَّ أَبْغَضَ الرِّجَالِ إِلَى اللهِ الْأَلَدُّ الْخَصِمُ». «د الله تعالی په وړاندې تر ټولو مبغوض انسان هغه دی چې تل سخت جګړه مار وي».

له ابو بکرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: «إِذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ»، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ هَذَا الْقَاتِلُ، فَمَا بَالُ الْمَقْتُولِ؟ قَالَ: «إِنَّهُ كَانَ حَرِيصًا عَلَى قَتْلِ صَاحِبِهِ». "کله چې دوه مسلمانان توره په لاس یو له بل سره وجنګیږي نو قاتل او مقتول دواړه په اور کې دي »، ما وویل: اې د الله رسوله! دا خو قاتل دی چې - اور ته به ځي - نو د مقتول څه ګناه ده؟ هغه وفرمایل: «هغه د خپل ملګري د وژلو لېوالتیا درلود».

له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ حَمَلَ عَلَيْنَا السِّلَاحَ فَلَيْسَ مِنَّا». «څوک چې زموږ پر وړاندې وسله پورته کړي، له موږ څخه نه دی».

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَا تَسُبُّوا الْأَمْوَاتَ، فَإِنَّهُمْ قَدْ أَفْضَوْا إِلَى مَا قَدَّمُوا». "مړو ته ښکنځل مه کوئ، ځکه چې هغوی هغه څه ته ورغلي دي چې مخکې یې له ځان څخه لیږلي دي".