/ لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ، وَلَكِنِ الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قُطِعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا». "هغه څوک خپلوي پالونکی ندی چې بدل خلاصوي، مګر هغه څوک خپلوي پالونکی دی چې خلک یې ورسره پرې کوي او هغه یې بیرته وصلوي (پالي)...

لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ، وَلَكِنِ الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قُطِعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا». "هغه څوک خپلوي پالونکی ندی چې بدل خلاصوي، مګر هغه څوک خپلوي پالونکی دی چې خلک یې ورسره پرې کوي او هغه یې بیرته وصلوي (پالي)...

له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ، وَلَكِنِ الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قُطِعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا». "هغه څوک خپلوي پالونکی ندی چې بدل خلاصوي، مګر هغه څوک خپلوي پالونکی دی چې خلک یې ورسره پرې کوي او هغه یې بیرته وصلوي (پالي)».
بخاري روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: له خپلوانو سره په خپلوۍ پاللو او نیکۍ کولو کې پوره انسان هغه څوک ندی چې د نیکۍ مقابل کې نیکي کوي، په صله رحمۍ کې حقیقي او بشپړ پالونکی انسان هغه څوک دی چې کله ورسره خلک خپلوي پرې کړي نو دی یې ورسره بېرته وصلوي (پالي) اګر که بد یې ورسره هم کړي وي، خو هغه یې په مقابل کې ورسره نیکي کوي.

Hadeeth benefits

  1. له شرعي لحاظه د خپلوۍ معتبره اړيکه دا ده چې ته له هغو کسانو سره اړيکي وپالې چې هغوى درسره پرې کړي وي، هغه چا ته بښنه وکړې چې پر تا يې ظلم کړى وي، او هغه چا ته يې ورکړې چې له تاسې يې ورکړه منع کړي وي، او خپلوي پالل دا ندي چې د نیکي مقابل کې وشي او یا په بدل تر سره شي.
  2. د خپلوۍ پالل د مال، دعا، په نیکۍ امر او له بدیو منع کول او داسې نورو لارو کیږي، او د امکان تر حده ورڅخه د شر مخنیوی دی.