لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَتَّاتٌ».
«چغلګر - انسان - جنت ته نه داخلیږي
له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَتَّاتٌ».
«چغلګر - انسان - جنت ته نه داخلیږي».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
تشریح
رسول الله - صلی الله علیه وسلم - خبرداری ورکوي چې هغه چغلګر انسان چې د خلکو تر منځه د فساد په موخه خبرې وړي راوړي د عذاب مستحق دی؛ داسې چې جنت ته به نه داخليږي.
Hadeeth benefits
چغلګري له لویو ګناهونه څخه ده.
له چغلګرۍ څخه ممانعت؛ د هغه فساد او ضرر له امله چې د افرادو او ټولنې تر منځه یې رامنځته کوي.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others