/ إِنَّ أَبْغَضَ الرِّجَالِ إِلَى اللهِ الْأَلَدُّ الْخَصِمُ». «د الله تعالی په وړاندې تر ټولو مبغوض انسان هغه دی چې تل سخت جګړه مار وي...

إِنَّ أَبْغَضَ الرِّجَالِ إِلَى اللهِ الْأَلَدُّ الْخَصِمُ». «د الله تعالی په وړاندې تر ټولو مبغوض انسان هغه دی چې تل سخت جګړه مار وي...

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي: «إِنَّ أَبْغَضَ الرِّجَالِ إِلَى اللهِ الْأَلَدُّ الْخَصِمُ». «د الله تعالی په وړاندې تر ټولو مبغوض انسان هغه دی چې تل سخت جګړه مار وي».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله - جل جلاله - له هغو خلکو څخه کرکه کوي چې سخت جګړه مار او زیات جګړه کوونکی وي؛ هغه چې حق ته غاړه نه ږدي او هڅه کوي چې حق په خپلو دلایلو سره په شا وتمبوي، یا دا چې په حقه جګړه کوي خو په شخړه کې د اعتدال له حد نه اوړي، او له علم پرته شخړه کوي.

Hadeeth benefits

  1. کله چې د قانوني استیناف له لارې مظلوم د خپل حق غوښتنه کوي نو دا د غندنې وړ شخړو په کټګورۍ کې نه راځي.
  2. جنګ او جګړه د ژبې له هغو آفتونو څخه دي چې د مسلمانانو تر منځه د تفرقې او له یو بل څخه د مخ اړولو لامل ګرځي.
  3. استدلال هغه مهال د ستاینې وړ دی چې په حقه وي او طرز یې ښه وي او هغه مهال بد دی کله چې له حق څخه د انکار او د باطل رامنځته کولو لپاره وي یا پرته له دلیل او ثبوت څخه وي.