- د شرابو د حراموالی لامل نشه ده، نو هر هغه شی چې انسان نشه کوي، هغه که هر ډول وي حرام دی.
- الله تعالی شراب حرام کړي، ځکه چې لوی زیانونه او بدۍ پکې شتون لري.
- په جنت کې د شرابو څښل د بشپړې خوښۍ او بشپړ نعمت نښه ده.
- څوک چې په دنیا کې د شرابو له څښلو ډډه ونه کړي، الله تعالی به یې په جنت کې د شرابو له څښلو څخه محروم کړي، ځکه د عمل جزا یې له جنسه ده.
- له مرګ نه مخکې د ګناهونو څخه توبې وېستلو ته هڅول.