- هغه څوک د جزا مستحق ګرځېدل چې په زړه کې یې د ګناه اراده وکړه او د هغې اسباب یې تر سره کړل.
- له مسلمانانو سره د جګړې په اړه سخت اخطار او په اور سره یې ګواښل.
- دمسلمانانو ترمنځ په حقه جګړه کول دظالمانو او فاسقانو سره دجګړې په شان په خطر کې نه راځي.
- د کبيره ګناه په محض ترسره کولو باندې انسان نه کافر کيږي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه جنګیالان مسلمانان یاد کړل.
- كله چې دوه مسلمانان یو له بل سره پداسې حال کې مخ شي چې یوه وژونکي وسله یې په لاس وي او يو يې بل ووژني، نو قاتل او مقتول په اور كې دي، او په حديث كې له تورې څخه د مثال په توګه يادونه شوې ده.