- مسلمان ته د خپلو مسلمانانو ورونو په وړاندې د جنګېدو په اړه سخت خبرداری.
- د ځمکې پر مخ یو له سترو بدیو او لویو فسادونو څخه د مسلمانانو په وړاندې د وسلو پورته کول او د قتل له لارې فساد جوړول دي.
- یاد شوی اخطار د حقې مبارزې په اړه نه دی، لکه د نافرمانو او فاسدو خلکو په وړاندې مبارزه او داسې نور.
- په وسلو او یا بل څه سره د مسلمانانو د وېرولو حراموالی، که څه هم په ټوکه وي.