- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښوونې ښایسته میتود چې مسئلې د پوښتنې په بڼه وړاندې کوي.
- له پيغمبر صلی الله علیه وسلم سره د صحابه کرامو ښایسته ادب؛ کله چې هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي.
- د ناپوهۍ پر مهال د پوښتل شوي دا وینا چې: الله ښه پوهیږي.
- د حقونو په ساتلو او ورورګلوۍ سره شریعت لره د ټولنې ساتنه.
- غیبت حرام دی مګر د مصلحت لپاره په ځینو حالاتو کې لکه: د ظلم مخنیوی، چې مظلوم یو پياوړي انسان ته د ظلم په اړه یادونه وکړي چې حق ورته ترې واخلي، نو ورته ووایي: فلاني راسره ظلم کړی، یایې راسره داسې وکړل، او یا: د واده، شراکت او ګاونډیتوب په اړه د یو چا سره سلا مشوره کول او داسې نور.