- په هغه چا بد ګماني ضرر نه لري چې نښې یې پرې ښکاره شي، او مؤمن باید ځیرک او هوښیار اوسې او په بدو او فاسقو خلکو دوکه نه شي.
- له تهمت څخه هغه یو مراد دی چې په زړه کې ځاي نیسي او ټینګار پرې وشي، خو کوم یو چې په زړه کې راځي او ځاي نه نیسي انسان پرې نه نیول کیږي.
- د اسلامي ټولنې د غړو تر منځ د بې اتفاقۍ او د اړیکو پرې کولو د لاملونو ممانعت، لکه جاسوسي، حسد او داسې نور.
- له مسلمان سره په نصیحت او محبت کې د ورور په شان چلند کول.