- د رشوت ورکول، اخیستل، پکې منځګړیتوب او مرسته کول حرام دي؛ ځکه چې دا په باطل کې مرسته کول دي.
- رشوت ورکول لویه ګناه ده؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اخیستونکي او ورکوونکي لعنت ویلی دی.
- په قضا او قضاوت کې رشوت تر ټولو لوی جرم او ستره ګناه ده؛ د ظلم او په هغه څه د پرېکړې له امله چې الله تعالی ندی نازل کړی.