- په ډاګه د ګناه کولو بدوالی، وروسته له دې چې الله پاک پرې پرده اچولې وه.
- د ګناه په ډاګه کولو سره د مؤمنانو تر منځه بد کاري خپریږي.
- الله تعالی چې د چا پرده په دنیا کې وکړي په اخرت کې یې هم کوي، دا پر بندګانو د الله تعالی د لوی رحمت ښودنه کوي.
- څوک چې په کومه ګناه اخته شوی وي باید پر ځان پرده واچوي او الله تعالی ته توبه وباسي.
- د هغه چا د ګناه لوی والی چې په ښکاره ګناه کوي او ځان له بخښلو څخه بې برخې کوي.