له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ، ف...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې جنت ته د ننوتلو لوی لاملونه دوه دي چې هغه عبارت دي له :
له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق.
نو له...
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو خلکو د غوره اخلاقو لرونکی و.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په اخلاقو کې تر ټولو کامل انسان و، او هغه په ټولو اخلاقو او فضیلتونو کې مخکښ و، لکه په نرمۍ خبرې کول، ښېګڼه کول، ورین او...
سعد بن هشام بن عامر - چې کله د عایشې رضي الله عنها کور ته ورغی نو ویې وییل: يَا أُمَّ الْمُؤْمِنِينَ، أَنْبِئِينِي عَنْ خُلُقِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى ال...
د مؤمنانو له مور عایشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې جامع ځواب ورکړ، او پوښتونکي ته یې په قرآن...
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښول چې په بوټانو (پېزار) پښو کولو، سر ګمنځولو، پاکوالي او خ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښ او غوره ګڼل چې په عزتمندو چارو کې په ښي(غړي یا اړخ) پېل وکړي لکه: په پېزار پښو کولو کې په ښۍ پښه پېل وکړي، د سر او...
له شداد بن اوس - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې: دوه خبرې مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړي دي، وایي: «إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْإِحْسَا...
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی په ټولو شیانو کې نیکي کول فرض کړي دي، او احسان ( نیکي ) : په دوامداره توګه د الله تعالی په عبادت،...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ، فَقَالَ: «تَقْوَى اللهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ»، وَسُئِلَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ النَّارَ فَقَالَ: «الْفَمُ وَالْفَرْجُ».
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښول چې په بوټانو (پېزار) پښو کولو، سر ګمنځولو، پاکوالي او خپلو ټولو چارو کې په ښي (غړي یا اړخ) پېل وکړي.
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ، مَنْ ضَارَّ ضَرَّهُ اللَّهُ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللَّهُ عَلَيْهِ».
" نه ضرر رامنځته کول شته او نه بل چاته ضرر رسول، چا چې - بل ته - ضرر ورساوه نو الله تعالی به هغه ته ضرر ورسوي، او چا چې په نورو سختي وکړه الله تعالی به پرې سختي راولي"
ابو موسی رضي الله عنه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي: «إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِيرِ، فَحَامِلُ الْمِسْكِ: إِمَّا أَنْ يُحْذِيَكَ، وَإِمَّا أَنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ، وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ رِيحًا طَيِّبَةً، وَنَافِخُ الْكِيرِ: إِمَّا أَنْ يُحْرِقَ ثِيَابَكَ، وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ رِيحًا خَبِيثَةً».
"د ښه ملګري او بد ملګري مثال د مشکو والا او د پخ (آهنګر دی)، نو کوم چې د مشکو والا دی: يا خو به درته مشک ډالۍ کړي، یا به یې ترې واخلې او یا خو به ترې ښایسته بوی درشي، او پخ چې دی؛ نو یا خو به دې کالي وسوځي، او یا به ترې بد بوی درشي».
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الفَاحِشِ وَلاَ البَذِيءِ».
"مومن پېغور ورکوونکی، لعنت ویونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي".