- د منافق د ځینو نښو بیانول او په هغو کې د ښکېل کېدو څخه وېرول.
- له حدیث څخه مقصد دا دی چې: دا د منافق خویونه دي، او د دې خویونو لرونکی پدې خصلتونو کې د منافق سره ورته والی لري او د هغوی ناوړه اخلاق پکې دي، نه دا چې دی هغه منافق دی چې اسلام ښکاره کوي او کفر پټوي، او ویل شوي چې دا حدیث د هغه چا په حق کې دی چې دا خویونه پرې غالب وي او په اړه یې بې پروایي کوي، نو که داسې وي د دې انسان ډېری عقیده فاسده شوې ده.
- غزالي فرمایلي: د دين اصل په دريو شيانو کې منصحر دی: وینا، عمل او نيت، نو د وینا فاسدېدلو ته یې په دروغو او د عمل فاسدېدلو ته په یې خیانت او د نیت فاسدېدلو ته یې په وعده خلافۍ اشاره وکړه، ځکه وعده خلافي تر هغه پورې نه تر سره کیږي تر دې چې د وعده خلافۍ اراده ورسره شتون ونه لري، خو که داسې وي چې اراده یې کړي وي او بیا یو کار پیدا شو چې د وعده خلافۍ پر وړاندې خنډ وګرځېد، یا بل فکر ورغی نو پدې صورت کې ترې د منافق خوی نه دی څرګند شوی.
- نفاق په دوه ډوله دی: اعتقادي نفاق چې خاوند یې د ایمان له دایرې څخه وځي او هغه د اسلام پټولو او د کفر ښکاره کولو ته وایي، او بل ډول یې عملي نفاق دی چې خاوند یې په خویونو کې د منافقانو سره ورته والی لري، دا ډول نفاق یې خاوند د ایمان له داېرې څخه نه باسي، خو دا له کبیره ګناهونو څخه یوه ګناه ده.
- ابن حجر فرمایلي: علماوو کرامو په دې اتفاق کړی چې څوک چې په زړه او په ژبه ایمان ولري او په دې صفتونو عمل وکړي پر هغه د کفر حکم نه کیږي او نه هغه منافق دی چې تل به په جهنم کې پاتې وي.
- نووي فرمایلي: د علماوو یوې ډلې ویلي دي چې: مراد ترې هغه منافقان دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې وو چې په ایمان یې اقرار کاوه خو دروغ یې ویل او په دین کې امانتدار وګرځول شول خو خیانت یې وکړ او په دیني چارو او د دین د بریا لپاره یې ژمنه وکړه خو پر ځای یې نه کړه، او په شخړو کې کنځلې او بدرد ویل.