- نووي -رحمه الله- فرمايي: دا په شريعت کې دوامداره قاعده ده چې هغه څه چې عزت او شرافت بلل کیږي، لکه کمیس او پرتوګ اغوستل (جامې) اغوستل، پېزار پښو کول، جومات ته ننوتل، مسواک وهل، رانجه کول، نوکان پرې کول، برېتونه کمول، د صافولو په موخه وېښتان ګمنځول، د بغلونو وېښتان وېستل، سر خریېل، په لمانځه کې سلام اړول او د پاکوالي پر مهال د اندامونو وينځل، له تشناب څخه راوتل، خوراک او څښاک، په لاس روغبړ کول، د حجر الأسود لمسول او دا ډول نورې کړنې، نو پدې ټولو کې په ښي( غړي یا اړخ) پېل کول مستحب دي، او د دې خلاف لکه تشناب ته ننوتل، له جومات څخه راوتل، لاړې او بلغم تو کول، استنجا کول، کمیس، پرتوګ او پېزار ویستل او داسې نور.. نو مستحب دي چې پېل په چپ (غړي یا اړخ) سره وشي او دا ټول د (ښي غړي او یا طرف) د عزت او وقار له امله ترسره کیږي.
- "په ښي (اړخ یا غړي پېلول به یې) خوښول" چې پدې کې: په ښي لاس، ښۍ پښې او ښي اړخ سره د چارو پیلول او په ښي لاس سره د یو څه ورکول شامل دي.
- نووي - رحمه الله - فرمایي: پوه شه چې په اودس کې ځینې غړي دي چې په ښي(لاس یا اړخ) پېلول یې مستحب نه دي لکه: دواړه غوږونه، دواړه ورغوي او اننګي، بلکې دواړه په یو ځل وینځل کیږي، که په یو ځل یې وینځل ناشوني وو لکه د هغه چا لپاره چې لاسونه یې پرې وي او داسې نور نو بیا دې په ښي اړخ پېل وکړي.