رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو خلکو د غوره اخلاقو لرونکی و
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو خلکو د غوره اخلاقو لرونکی و.
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم په اخلاقو کې تر ټولو کامل انسان و، او هغه په ټولو اخلاقو او فضیلتونو کې مخکښ و، لکه په نرمۍ خبرې کول، ښېګڼه کول، ورین او خوشحاله مخ، له نورو څخه ضرر دفع کول او لرې کول.
Hadeeth benefits
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو بشپړوالی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښو اخلاقو غوره نمونه ده.
په ښو اخلاقو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاره تلل.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others