- په مخلوقاتو باندې د الله تعالی رحمت او مهربانۍ.
- په وژلو او حلاله کې نیکي دا ده چې په مشروعه بڼه وشي.
- د شريعت کمال او هرې ښېګڼې لره یې شاملېدل، چې له جملې څخه یې پر څاروي شفقت او مهرباني ده.
- د یو چا تر وژلو وروسته د هغه (مُثله) ټوټه کول حرام دي.
- د هر هغه کار ممانعت چې په هغه کې د څاروي تعذیب کول وي.