- د غصې په وخت کې د زغم او پر نفس د کنټرول فضیلت، او دا یو له هغو نیکو کارونو څخه دی چې اسلام پرې ټینګار کړی دی.
- د غصې پر مهال د نفس په وړاندې مبارزه د دښمن پر وړاندې له مبارزې کولو سخته ده.
- اسلام د جاهلیت د ځواکمنۍ مفهوم ته په ښو اخلاقو بدلون ورکړی دی، نو تر ټولو ځواکمن انسان هغه دی چې خپل ځان کنټرول کړي.
- له غوصې څخه ځان ساتل، ځکه چې زیان یې افرادو او ټولنې ته رسیږي.