- په شرعي نصوصو کې د ایمان نفي یوازې په حرامه کړنه او یا د واجب په ترک کیږي.
- د اندامونو حفاظت او له بدیو څخه یې ساتنه، په ځانګړې توګه ژبه.
- سندي رحمه الله فرمايي: په: (الطعّان، واللعّان) کې د مبالغې په صیغه کې پدې دلالت دی چې څوک د طعن او لعنت مستحق وي نو په لږه توګه یې د نسب پورې بد ویل او یا پرې لعنت ویل باک نه لري او دا کار د مؤمنانو ایمان ته زیان نه رسوي.