- د ضرر په اندازه له جزا ورکولو څخه د زیاتوالي ممانعت.
- الله تعالی خپلو بندګانو ته د داسې څه امر نه دی کړی چې دوی ته زیان ورسوي.
- د ضرر د رامنځته کولو او بل ته په وینا، فعل او یا پرېښودلو سره د ضرر رسولو حراموالی.
- سزا د عمل له جنس څخه وي نو څوک چې ضرر رسوي، الله به هغه ته ضرر ورسوي او څوک چې - په چا - سختي کوي، الله به له هغه سره سختي وکړي.
- د شریعت له قواعدو څخه یو دا دی چې "ضرر به لرې کیږي"، نو شریعت زیان نه مني، او ضرر ردوي.