له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، هغه وویل: موږ له تکلف څخه منع شوي یو.
عمر رضي الله عنه فرمايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی د هغه څه له راکړې ورکړې څخه منع کړي دي چې له اړتیا پرته د تکلیف سبب ګرځي، هغه که وینا وي ا...
له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «إِذَا أَكَلَ أَحَدُكُمْ فَلْيَأْكُلْ بِيَمِينِهِ، وَإِذَا شَر...
رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کوي چې مسلمان باید په ښي لاس خوراک او څښاک وکړي او په چپ لاس له خوراک او څښاک څخه منع کوي، دا ځکه چې شیطان پرې خوراک...
له عمر بن أبي سلمة رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سرپرستي کې کوچنی ماشوم وم، (د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې) لاس...
عمر بن ابي سلمة رضي الله عنهما چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنې زوی (پرکټی) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روزنې او سرپرستۍ لاندې و، وا...
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ اللهَ لَيَرْضَى عَنِ الْعَبْدِ أَنْ يَأْكُلَ الْأَكْلَة...
رسول الله صلى الله عليه وسلم څرګندوي چې د الله په فضل او نعمتونو بنده لره د خپل رب ستاينه له هغو کارونو څخه دي چې د الله جل جلاله خوښۍ پرې تر لاسه کیږ...
له سلمه بن الأکوع رضي الله عنه څخه روایت دی چې: یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په چپ لاس خوراک کاوه، نو ویې فرمایل: «كُلْ بِيَمِينِكَ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولیده چې په چپ لاس یې خوراک کاوه، نو امر یې ورته وکړ چې په ښي لاس خوراک وکړي، سړي په کبر او درواغو سره ځواب ورکړ...
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، هغه وویل: موږ له تکلف څخه منع شوي یو.
له عمر بن أبي سلمة رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سرپرستي کې کوچنی ماشوم وم، (د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې) لاس په کاسه کې آخوا او دېخوا کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: «يَا غُلَامُ، سَمِّ اللهَ، وَكُلْ بِيَمِينِكَ، وَكُلْ مِمَّا يَلِيكَ» « اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه» نو له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ اللهَ لَيَرْضَى عَنِ الْعَبْدِ أَنْ يَأْكُلَ الْأَكْلَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا، أَوْ يَشْرَبَ الشَّرْبَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا».
" یقینا چې الله جل جلاله له بنده څخه هغه مهال راضي کیږي کله چې هغه یوه مړۍ وخوري او بیا پرې د هغه ستاینه وکړي (الحمد لله ووایي) او یا یو ګوټ اوبه وڅښي او د هغه ستاینه پرې وکړي".
له سهل بن معاذ بن انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ أَكَلَ طَعَامًا فَقَالَ: الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ».
"څوک چې خواړه وخوري او ووايي: (الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ).
هغه الله لره ستاینه ده چې ماته یې دا خواړه راکړل پرته له دې چې کوم حرکت، حیله او یا ځواک ولرم، نو ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي".
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ).
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى رُخَصُهُ، كَمَا يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى عَزَائِمُهُ».
«الله جل جلاله خوښ ګڼي چې له رخصتونو څخه یې ګټه واخیستل شي، لکه څرنګه چې له عزیمتونو څخه یې ګټه اخیستل کیږي».
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَا يَزَالُ البَلاَءُ بِالمُؤْمِنِ وَالمُؤْمِنَةِ فِي نَفْسِهِ وَوَلَدِهِ وَمَالِهِ حَتَّى يَلْقَى اللَّهَ وَمَا عَلَيْهِ خَطِيئَةٌ».
" نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي".