- جومات ته د هغه چا د راتګ ممانعت چې هوږه، پیاز او یا ګندنه یې خوړلي وي.
- هر هغه شی په حکم کې دې ته ورته دی چې بد بوی لري او لمونځ کوونکي پرې ازاریږي، لکه د سګرټ لوږی، تمباکو او داسې نور.
- د ممانعت علت بوی دی، نو کله چې په زیات پخلي او یا بل څه سره له منځه ولاړه شي؛ کراهت یې له منځه ځي.
- د هغو کسانو لپاره چې په جومات کې لمونځ کوي د دې شیانو خوړل مکروه دي؛ تر څو جومات ته د جماعت لپاره لاړ نه شي، پرته له دې چې د ځان لپاره یې بهانه وګرځوي چې جومات ته لاړ نه شي، که داسې یې وکړل نو دا کار حرام دی.
- د هوږې او داسې نورو څیزونو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ممانعت له دې امله نه و چې دا څیزونه حرام دي، بلکې له دې امله و چې هغه له جبریل علیه السلام سره ملاقات (مناجات) درلود.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښایسته لارښوونه، چې د حکم سره یې د هغه سبب بیاناوه؛ تر څو مخاطب پر حکمت د پوهېدلو له امله ډاډمن شي.
- قاضي ویلي: علماوو پدې له جومات پرته هغه ځایونه هم قیاس کړي دي چې په جماعت سره پکې لمونځونه کیږي لکه: عیدګاه، د جنازو لمونځ ځای او داسې نور د عبادت لپاره د راټولیدو ځایونه، همدا رنګه د علم، ذکر، ودونو او داسې نور مجلسونه، بازارونه او داسې نور ځایونه دا حکم نه لري.
- علماوو ویلي: پدې حدیث کې د هوږې او داسې نورو شیانو د خوړونکي لپاره جومات ته له ننوتلو ممانعت راغلی دی -که څه هم جومات خالي وي- ځکه چې د ملاېکو ځای دی، او د حدیث عمومیت پدې دلالت کوي.