/ مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلَا وَصَبٍ وَلَا هَمٍّ وَلَا حُزْنٍ وَلَا أَذًى وَلَا غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ». «هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رس...

مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلَا وَصَبٍ وَلَا هَمٍّ وَلَا حُزْنٍ وَلَا أَذًى وَلَا غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ». «هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رس...

ابو سعید الخدری او ابوهریرة رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې فرمایلي یې دي: «مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلَا وَصَبٍ وَلَا هَمٍّ وَلَا حُزْنٍ وَلَا أَذًى وَلَا غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ». «هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رسیږي آن تر دې چې یو اغزی چې کله یې په پښه کې لاړ شي، مګر دا چې الله جل جلاله به یې ورته د ځینې ګناهونو کفاره وګرځوي».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې مسلمان ته چې کومې ناروغۍ، غمونه، خفګانونه، کړاوونه، مصیبتونه، سختۍ، وېره او لوږه رسیږي، تر دې چې که یو اغزی یې په پښو کې لاړ شي او ویې دردوي، نو دا ټول به یې د ګناهونو لپاره کفاره شي او ګناهونه به ترې توې شي.

Hadeeth benefits

  1. پر مومنو بندګانو باندې د الله جل جلاله د فضل او رحمت بیانول چې په یو کوچني ضرر سره چې هغوی ته رسیږي؛ ګناهونه یې ورته بښل کیږي.
  2. مسلمان ته په کار دی چې هر څه ورته رسیږي اجر یې له الله جل جلاله څخه وغواړي، او په هره وړه او غټه صبر وکړي، تر څو یې د درجو د لوړېدلو او د ګناهونو د کفارې لامل شي.