- د خوړو په پای کې د الله تعالی ستاینه کول مستحب دي.
- پر بنده ګانو د الله تعالی د لوی فضل او کرم بیان چې هغوی ته یې روزي ورکړه او د رزق اسباب یې ورته برابر کړل او د بدو اعمالو لپاره یې ورته کفاره وګرځول.
- د بندګانو ټولې چارې د الله پاک له لوري دي، نه د هغوی په زور او قوت، او بنده ته امر شوی چې اسباب وکاروي.