- په مؤمنو بندګانو د الله تعالی مهرباني چې د دنیوي مصیبتونو او آفتونو له امله ورته ګناهونه بخښي.
- مصیبت په خپله د ګناهونو لپاره کفاره ده پدې شرط چې ایمان ورسره وي، نو کله چې بنده صبر وکړي او فریاد ونه کړي هغه ته اجر ورکول کیږي.
- په ټولو چارو کې صبر ته هڅوونه؛ په هغه څه کې چې خوښوي او یا یې نه خوښوي، تر هغه به صبر کوي چې هغه څه ترسره کړي چې الله پرې واجب کړي، او تر هغه وخته به صبر کوي چې له هغه څه ډډه وکړي چې الله پرې حرام کړي، د الله تعالی د ثواب په هیله او د هغه د عذاب له ویرې.
- د هغه دا وینا "په مؤمن نارینه او مؤمنې ښځې" په دې کې د ښځې لپاره د "مومنة" کلمې اضافه کول په ښځو باندې د ډېر ټینګار دلیل دی؛ ځکه که یې ویلي وای چې: «په مؤمن» نو ښځه پکې هم شاملېده، ځکه چې دا کلمه د نارینه وو لپاره ځانګړې نه ده، نو کله چې په ښځه کوم مصیبت راشي، هغه هم د ګناهونو او تېروتنو د بخښنې په ژمنه کې راځي.
- هغه څه چې د بنده درد یو د بل پسې وخت په وخت آسانه کوي، هغه فضیلت دی چې په آفتونو مرتبیږي.