- د خوراک او څښاک په پیل کې بسم الله وییل د ډوډۍ خوړلو له آدابو څخه دي.
- کوچنیانو ته د آدابو ور ښودل، په ځانګړې توګه هغه کوچنیان چې د چا د سرپرستۍ لاندې وي.
- د ځوانانو په ښوونه او روزنه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني او لوړه حوصله.
- د ډوډۍ خوړلو له ادابو څخه له خپلې مخې نه خوراک کول دي، مګر پداسې حالاتو کې چې خواړه بېلابېل ډول وي، نو بیا کولای شي چې له بېلابېلو ځایونو څخه یې راواخلي.
- هغه څه ته د صحابه کرامو ژمنتیا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ښودلي وو، دا خبره د عمر بن أبی سلمة رضی الله عنه لدې وینا څخه استنباطیږي چې فرمایي: له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.