- د پرنجي پر مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه او پدې کې د هغه پیروي کول.
- د پرنجي پر مهال په خوله او پوزه جامه او یا بل څه نیول مستحب دي، تر څو ترې داسې څه راونه وځي چې ناست کس ته زيان ورسيږي.
- د پرنجي پر مهال د غږ ټېټول مطلوب دي، او دا کار بشپړ ادب او له غوره اخلاقو څخه دی.