له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ...
رسول الله صلی الله علیه وسلم له اُبی بن کعب رضي الله عنه څخه د الله په کتاب کې د تر ټولو لوی آیت په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه په ​​ځواب کې زړه نازړه شو،...
له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ قَرَأَ بِالْآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ فِي ل...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: څوک چې د سورت البقرې دوه وروستي آیتونه د شپې پر مهال ولولي نو الله تعالی د هغه لپاره بسنه کوي چې له هرې بد...
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: «الدُّعَاءُ هُوَ الْعِبَادَةُ»، ثُم...
رسول لله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې دعا عبادت دى، نو واجب دي چې ټوله یوازې د الله تعالی لپاره وي، برابره خبره ده که هغه دعا وي او یا غوښتنه، چې د...
له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حالت کې الله جل جلاله یاداوه.
د مؤمنانو مور عایشه رضي الله عنها خبر ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی ذکر ته ډېر لیواله و او په هر وخت، ځای او حالت کې به یې د الله...
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَيْسَ شَيْءٌ أَكْرَمَ عَلَى اللهِ تَعَالَى مِنَ الدُّعَاءِ». «هېڅ شی...
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په عبادت کې هېڅ شی د الله تعالی په نزد له دعا څخه غوره ندی. ځکه چې پدې کې د الله تعالی په بډایتوب، په عاجزۍ...

له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. قَالَ: فَضَرَبَ فِي صَدْرِي، وَقَالَ: «وَاللهِ لِيَهْنِكَ الْعِلْمُ، أَبَا الْمُنْذِرِ». "اې ابو المنذره، آیا ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ " هغه وویل: ما وویل چې : الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: « اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره».

له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ قَرَأَ بِالْآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ فِي لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ». "څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي".

له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې: «الدُّعَاءُ هُوَ الْعِبَادَةُ»، ثُمَّ قَرَأَ: «{وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ} [غافر: 60]». «دعا عبادت دی »» بیا یې - دا آیت - ولوست: «{وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ} [غافر: 60]». «او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي» [غافر: ۶۰].

له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حالت کې الله جل جلاله یاداوه.

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَيْسَ شَيْءٌ أَكْرَمَ عَلَى اللهِ تَعَالَى مِنَ الدُّعَاءِ». «هېڅ شی د الله تعالی په نیز له دعا څخه زیات عزتمن ندی».

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به وېیل: «اللهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي، وَأَصْلِحْ لِي دُنْيَايَ الَّتِي فِيهَا مَعَاشِي، وَأَصْلِحْ لِي آخِرَتِي الَّتِي فِيهَا مَعَادِي، وَاجْعَلِ الْحَيَاةَ زِيَادَةً لِي فِي كُلِّ خَيْرٍ، وَاجْعَلِ الْمَوْتَ رَاحَةً لِي مِنْ كُلِّ شَرٍّ». "یا الله! دین مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما د چارو ساتنه پکې ده، دنیا مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما ژوند پکې دی، آخرت مې راته اصلاح کړه؛ چېرته چې زما ورګرځېدل دي، او ژوند راته د هرې ښېګڼې د زیاتوالي سبب وګرځوه، او مرګ راته له هر شر څخه د خلاصي سبب وګرځوه".

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعاګانې سبا او بیګا نه پرېښودلې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي دِينِي وَدُنْيَايَ وَأَهْلِي وَمَالِي، اللَّهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَتِي -أَو: عَوْرَاتِي- وَآمِنْ رَوْعَاتِي، اللَّهُمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ، وَمِنْ خَلْفِي، وَعَنْ يَمِينِي، وَعَنْ شِمَالِي، وَمِنْ فَوْقِي، وَأَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِي». «یا الله! زه له تانه په دنیا او آخرت کې د سلامتیا سوال کوم، یا الله! زه له تانه په خپل دین، دنیا، کورنۍ او مال کې د بخښنې او سلامتیا سوال کوم، یا الله! زما شرمګاه - او یا شرمګاوې په پرده کې وساته، او زما وېره په امن بدله کړه، یا الله زما د مخې، زما د شا، زما د ښي اړخ، زما د چپ اړخ، زما د پاسه او د لاندې له خوا زما ساتنه وکړه، او ستا په لویۍ پناه نیسم له دې چې د لاندې له خوا ترور شم.

له ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته دا دعا ورزده کړه: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ الْخَيْرِ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الشَّرِّ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا عَاذَ بِهِ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ، وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ النَّارِ، وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ كُلَّ قَضَاءٍ قَضَيْتَهُ لِي خَيْرًا». (یا الله! زه له تا څخه د ټول بېړني او راتلونکې خېر غوښتنه کوم، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې ناخبره یم، او تا ته پناه دروړم له هر بېړني او راتلونکي شر څخه، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې نا خبره یم، یا الله! زه له تا څخه د هغه خیر غوښتنه کوم چې له تا څخه ستا بنده او پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم غوښتی و، او تا ته له هغه شر څخه پناه دروړم له کوم څخه چې ستا بنده او پیغمبر پناه غوښتې وه، یا الله! زه له تا څخه جنت او هغه وینا او عمل غواړم چې جنت ته پرې نږدې کېدل کېږي، او له اور او هغې وینا او عمل څخه پناه غواړم چې په هغې سره اور ته نږدې کېدل کېږي، او له تا څخه غواړم چې هره فیصله (پرېکړه) چې زما په اړه کوې، هغه ماته خیر وګرځوې).

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ الْإِيمَانَ لَيَخْلَقُ فِي جَوْفِ أَحَدِكُمْ كَمَا يَخْلَقُ الثَّوْبُ الْخَلِقُ، فَاسْأَلُوا اللَّهَ أَنْ يُجَدِّدَ الْإِيمَانَ فِي قُلُوبِكُمْ». «ستاسو څخه د یو چا په زړه کې ایمان داسې کمزوری کیږي لکه څرنګه چې جامې - په اغوستلو سره - زړیږي، نو له الله تعالی څخه وغواړئ چې ایمان مو په زړونو کې تازه کړي».

له عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «ذَاقَ طَعْمَ الْإِيمَانِ مَنْ رَضِيَ بِاللهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا». "د ایمان خوند هغه چا څکلی دی چې په دې راضي وي چې الله تعالی یې رب، اسلام یې دین او محمد صلی الله علیه وسلم یې رسول دی".

له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له لاس څخه ونیوه او ویې ویل: «يَا مُعَاذُ، وَاللَّهِ إِنِّي لَأُحِبُّكَ»، " اې معاذه، په الله قسم چې زه درسره مینه لرم"، نو ویې فرمایل: «أُوصِيكَ يَا مُعَاذُ لَا تَدَعَنَّ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ تَقُولُ: اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ». «اې معاذه! زه تاته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې مه پرېږده چې ووایې: اې الله، ستا په یادولو، ستا په شکر ادا کولو او ستا په ښه عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې».