- د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پیروۍ له مخې د دې کلماتو په ویلو پابندي.
- لکه څنګه چې انسان ته امر شوی چې له الله تعالی څخه په دين کې خېر وغواړي همداسې ورته امر شوی چې په دنيا کې هم د عافیت سوال وکړي.
- طیبي رحمه الله فرمایلي: شپږ خواوې یې په عامه توګه یادې کړې، ځکه چې انسان ته آفتونه له همدې خواوو رسیږي، او د لاندې له خوا مصیبت څخه یې په پنا غوښتلو کې مبالغه ځکه وکړه چې ډېر بد وي.
- د سهار مهال اذکارو وییلو لپاره غوره ده چې د سهار له راختو څخه تر لمر راختلو پورې وویل شي چې د ورځې پيل وي، او بېګا مهال د مازدیګر د لمانځه نه وروسته تر لمر لوېدو ته نږدې وخت پورې، خو که له دې وروسته یې وویل یعنې: چې سهار مهال یې د څاښت راختلو وروسته وویل هم ترې منل کیږي، او که له ماسپښین نه وروسته یې وویل هم صحیح ده، او که له ماښام وروسته یې وویل هم صحیح ده، ځکه دا هم د ذکر لپاره وخت دی.
- په يو خاص وخت کې چې د يو ذکر لپاره دليل وي لکه د سورت البقرې اخري دوه ايتونه نو دا به د لمر پريوتو څخه وروسته د شپې لخوا ويل کېږي.