- خپل رب ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم غاړه اېښودل او عاجزي، او امت ته لارښوونه چې په دې اړه (له الله څخه) سوال وکړي.
- په دین د استقامت او ثابت قدمۍ اهمیت او دا چې اعتبار خاتمې (پای) ته ورکول کیږي.
- بنده د الله تعالی له مرستې پرته د سترګو د رپ په اندازه هم ثابت قدم نه شي پاتې کېدلی.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پیروۍ له مخې د دې دعا زیات لوستلو ته هڅول.
- په اسلام ټېنګ پاتې کېدل لوی نعمت دی چې بنده ورپسې باید زیار وباسي او د خپل بادار شکر پرې وباسي.