- ایمان داسې خوږوالی او خوند لري چې په زړونو څکل کیږي، لکه څنګه چې د خوراک او څښاک خوږوالی په خوله څکل کیږي.
- بدن د خوراک او څښاک خوږوالی هغه مهال حس کولای شي چې روغ وي، همدا رنګه زړه هم دی چې کله د نفسي غوښتنو له ناروغۍ او حرامو خوهشاتو څخه وژغورل شي د ایمان، خوږوالی حس کوي او کله چې ناروغ شي د ایمان خوږوالی نه حس کوي، بلکه کېدی شي هغه خواهشات او ګناهونه ځانته حلال وګڼي چې هلاکت یې پکې وي.
- انسان چې کله په یو کار خوښ وي او ښه یې وګڼي ورته اسانیږي او هېڅ شی یې پرې نه سختېږي او په هر هغه څه خوشحالیږي چې ورته راځي، او د تندي پراخوالی یې د زړه له خوښۍ سره ورګډ شي، نو همدا رنګه مؤمن هم دی چې کله یې ایمان زړه ته ننوځي، نو د الله اطاعت ورته اسان شي او زړه یې پرې خوږوالی مومي، او په سختوالي یې نه پوهیږي.
- ابن القیم رحمه الله فرمایلي: په دې حدیث کې د خپل رب په ربوبیت او الوهیت د خوښۍ اظهار دی، او همدا رنګه یې په رسول د خوښۍ اظهار او هغه ته غاړه اېښودل دي او په دین رضایت او هغه ته تسلمېدل دي.