- د یو چا د خبرولو مشروعیت، کله چې ورسره د الله تعالی لپاره مینه لرې.
- د هر فرض او نفلي لمانځه وروسته دا دعا کول مستحب دي.
- په دې څو کلمو سره د دنیا او آخرت اړتیاوې غوښتل کیږي.
- د الله تعالی لپاره د محبت کولو له ګټو څخه یو بل ته په حق وصیت، نصیحت او د نیکۍ او تقوا په کارونو کې د یو بل ملاتړ دی.
- طیبي فرمایلي: د الله تعالی یادول د سینې د پراخېدو پېلامه، او د شکر ویستل یې د نعمتونو د تر لاسه کولو وسیله، او د ښایسته عبادت لپاره د هر هغه څه څخه ځان بې کاره کول دي چې د الله تعالی له یاد څخه یې مشغولوي.