- سړی باید خپلې کورنۍ ته هغه څه ورزده کړي چې په دیني او دنیاوي چارو کې ورته ګټه رسوي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عایشې رضي الله عنها ته ورزده کول.
- د مسلمان لپاره غوره ده هغه دعاګانې زده کړي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابتې دي، ځکه چې هغه جامعه دعاګانې دي.
- علماوو د دې حدیث په اړه فرمایلي دي چې: له الله تعالی څخه د خېر غوښتلو او له شر څخه د پناه غوښتلو لپاره دا تر ټولو جامع حدیث دی، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له جامعه ویناوو څخه یوه ده چې هغه ته ورکړې شوي دي.
- نیک عملونه او ویناوې د الله تعالی له رحمت نه وروسته جنت ته د تللو لاملونه دي.