/ إِذَا أَكَلَ أَحَدُكُمْ فَلْيَأْكُلْ بِيَمِينِهِ، وَإِذَا شَرِبَ فَلْيَشْرَبْ بِيَمِينِهِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَأْكُلُ بِشِمَالِهِ، وَيَشْرَبُ بِشِمَالِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک خوراک کوي، نو په ښي لاس دې وخوري، او کله چې څښاک کوي، نو...

إِذَا أَكَلَ أَحَدُكُمْ فَلْيَأْكُلْ بِيَمِينِهِ، وَإِذَا شَرِبَ فَلْيَشْرَبْ بِيَمِينِهِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَأْكُلُ بِشِمَالِهِ، وَيَشْرَبُ بِشِمَالِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک خوراک کوي، نو په ښي لاس دې وخوري، او کله چې څښاک کوي، نو...

له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: «إِذَا أَكَلَ أَحَدُكُمْ فَلْيَأْكُلْ بِيَمِينِهِ، وَإِذَا شَرِبَ فَلْيَشْرَبْ بِيَمِينِهِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَأْكُلُ بِشِمَالِهِ، وَيَشْرَبُ بِشِمَالِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک خوراک کوي، نو په ښي لاس دې وخوري، او کله چې څښاک کوي، نو په ښي لاس دې وڅښي، ځکه چې شیطان په چپ لاس خوراک کوي او په چپ لاس څښاک کوي».
مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کوي چې مسلمان باید په ښي لاس خوراک او څښاک وکړي او په چپ لاس له خوراک او څښاک څخه منع کوي، دا ځکه چې شیطان پرې خوراک او څښاک کوي.

Hadeeth benefits

  1. په چپ لاس خوراک او څښاک سره د شیطان له مشابهت څخه ممانعت.