- (رحم) د مور او پلار له طرفه خپلوان دي، او څومره چې نږدې وي په هماغه اندازه د خپلوۍ پاللو زیات مستحق دی.
- بدله د عمل له جنس څخه وي، نو څوک چې خپلوي د نیکۍ او مهربانۍ له مخې وپالي، نو الله تعالی به د هغه په عمر او رزق کې برکت واچوي.
- خپلوي پالل (صله رحمي) د رزق د زیاتوالي، پراختیا او د عمر د اوږدوالي لامل ګرځي، او که چېرته اجل او روزي ټاکل شوي وي نو بیا شونې ده چې مراد ورڅخه په روزۍ او عمر کې برکت اچول وي، داسې چې په خپل (ټاکلي) عمر کې به (د بل چا په پرتله) ډېر او ګټور کارونه وکړي، او داسې هم وییل شي چې په روزۍ او عمر کې له زیاتوالي څخه حقیقي زیاتوالی مراد دی. نو الله جل جلاله ښه پوهیږي.