- د الله جل جلاله سره شرک کول تر ټولو ستره ګناه ده؛ لدې امله یې لویه او د ګناهونو په سر کې راوستله، د الله جل جلاله دا وینا د همدې خبرې تایید کوي چې فرمايي: {إن الله لا يَغْفِرُ أن يشرَكَ به وَيَغْفِرُ مَا دونَ ذلِكَ لِمَنْ يشَاء}. «بېشكه الله نه بخښي چې له هغه سره دې (څوک) شریک كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرک) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي».
- د مور او پلار د حقوقو عظمت، ځکه چې د دوی دواړو حق یې د خپل حق سره یو ځای ذکر کړی.
- ګناهونه په لویو او وړو وېشل کیږي، لویه (کبیره) ګناه : هغه ده چې دنیوي سزا پرې (ټاکل شوي) وي لکه: حدود، لعنت، او یا پرې په اخرت کې ګواښ شوی وي لکه: اور ته په ننوېستلو ګواښ، او دا چې لوی ګناهونه ښکته او پورته لري، نو ځینې یې له ځینو نورو څخه په حراموالي کې سخت وي، او له لویو ګناهونو پرته نور واړه دي.