- مسلمان باید خپل کارونه په یقین سره وکړي او شک پرېږدي او په دین کې باید بصیرت ولري.
- په شکونو کې له واقع کېدلو څخه ممانعت.
- که ډاډ او سکون غواړې نو شکمن کارونه پرېږده او څنډې ته یې کړه.
- پر بندګانو د الله تعالی رحمت چې امر یې ورته کړی تر څو هغه څه وکړي چې د نفس او فکر سکون پکې وي، او له هغه څه نه یې منع کړي دي چې تشویش او ګډوډي ولري.