- الله تعالی له هغو افکارو او وسوسو څخه چې په زړه کې تېرېږي، تېر شوی او معاف کړي یې دي، هغه فکرونه او وسوسې چې د انسان په زړه کې تېرېږي او په ذهن کې یې اوړي را اوړي.
- که د طلاق په اړه یو انسان فکر وکړي او په زړه کې یې تېر شي، خو تلفظ یې پرې نه وي کړی او نه یې لیکلی وي، نو هغه طلاق نه بلل کیږي.
- کومې خبرې چې د انسان په زړه کې تېرېږي که څومره لویه هم وي انسان پرې تر هغه پورې نه نیول کیږي چې یا پرې عمل وکړي او یا یې ووایي.
- د محمد صلی الله علیه وسلم د امت خورا لوی ارزښت چې دا ځانګړتیا یې ورکړې، چې په هغو خبرو نه نیول کېږي چې په زړه کې تېرېږي، البته دا د پخوانیو امتونو پر خلاف ځانګړتیا ده.