رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله څلور رکعته لمونځ د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکې نه پرېښودل
له أم المؤمنین عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله څلور رکعته لمونځ د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکې نه پرېښودل.
بخاري روايت کړی دی
تشریح
عایشه رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هغې په کور تل نفلي لمونځونه کول او هېڅکله به یې نه پرېښودل: څلور رکعتونه په دوو سلامونو سره د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعتونه د سهار د لمانځه نه مخکې.
Hadeeth benefits
د ماسپښین له لمانځه نه مخکې څلور رکعته او د سهار د لمانځه نه مخکې دوه رکعته ادا کول مستحب دي.
غوره دا ده چې سنت لمونځونه په کور کې وشي، له دې امله عایشې رضي الله عنها یې په اړه خبر ورکړ.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others