- د اذان او اقامت تر منځه لمونځ کول مستحب دي.
- د وینا په تکرارولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه، تر څو یې خلک واوري او دا کار د وینا په ارزښت ټینګار دی.
- په دوو اذانونو سره مراد: اذان او اقامت دی، او لدې امله ورته دوه اذانونه ویل کیږي چې غالبا یې ورته خلک وایي، لکه (لمر او سپوږمۍ) ته چې قمرین او (أبوبکر او عمر) ته عمرین ویل کیږي.
- اذان د وخت د داخلېدو او اقامت د لمانځه د ادا کولو د وخت د رارسېدو خبرتيا ده.