- د جمعې په ورځ غسل ته هڅوونه، او باید چې لمانځه ته له تللو وړاندې وي.
- د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د جمعې لمانځه ته د وختي تللو فضیلت.
- په نیکو عملونو ټېنګار او ورته هڅوونه.
- د جمعې لمانځه ته د ملایکو حاضرېدل او خطبې ته غوږ نیول.
- ملايکې د جوماتونو په دروازو کې کیني، او یو د بل پسې د جمعې لمانځه ته د راتلونکو نومونه لیکي.
- ابن رجب فرمایي: دا وینا یې چې فرمایي: "من اغتسل يوم الجمعة، ثم راح" یعنې چا چې د جمعې په ورځ غسل وکړ او بیا لاړ، پدې دلیل دی چې د جمعې لپاره مستحب غسل دا دی چې د سهار د راختلو پر مهال وشي او ورستی وخت یې هغه مهال دی چې د جمعې لمانځه ته د تللو پر مهال ځي.