- د سهار په سنتو کې له فاتحې نه وروسته د دې دوو سورتونو لوستل مستحب دي.
- دې دواړو سورتونو ته د الإخلاص سورتونه وایي؛ ځکه چې د الکافرون په سورت کې له ټولو هغو شیانو څخه بېزاري ده چې مشرکان یې له الله جل جلاله پرته عبادت کوي، او دا چې هغوی د الله بندګان نه دي، ځکه چې شرک یې عملونه بربادوي، او دا چې هم هغه الله د عبادت مستحق دی، او ځکه چې د الاخلاص په سورت کې د الله تعالی یووالی، هغه ته اخلاص او د هغه د صفتونو بیان شوی دی.