- د سهار او مازدیګر پر لمونځونو ټېنګار؛ ځکه چې د سهار لمونځ د خوندور خوب پرمهال او د مازدیګر لمونځ د انسان د بوختیا پر مهال وي، نو چا چې پرې ټینګار وکړ نو خامخا نورو پاتې لمونځونو ته پاملرنه کوي.
- د سهار او مازدیګر لمونځونو ته ځکه د یښنۍ لمونځونه وویل شول چې؛ د سهار په لمانځه کې د شپې یښني او د مازدیګر په لمانځه کې د ورځې یښني وي، که څه هم په ګرمۍ کې وي ځکه چې د غرمۍ د ګرمۍ په پرتله یخ وي، یا دا چې د تغلیب له مخې دا نوم ورکول شوی، لکه څنګه چې لمر او سپوږمۍ ته قمران ویل کیږي.