- په لمانځه کې په اوو غړو سجده کول واجب دي.
- په لمانځه کې د جامو او وېښتانو راټولولو او راغونډولو کراهیت.
- پر لمونځ کوونکي واجب دي لدې ډاډ حاصل کړي چې په سجده کې یې اووه واړه غړي په ځمکه لګولي، او همداسې پاتې شي تر دې چې (په سجده کې) مشروع ذکر پر ځای کړي.
- د وېښتانو غوټه کول یوازې د سړيو پورې خاص دي؛ ځکه چې ښځې ته په لمانځه کې په ځان پټولو امر شوی دی.