- په لمانځه کې د لاسونو پورته کولو يو حکمت دا دی چې دا د لمانځه لپاره زينت او د الله جل جلاله تعظیم دی.
- له هغه صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې خپل لاسونه یې په څلورم مقام کې هم پورته کړي دي لکه په ابو داود او نورو کې د ابو حميد الساعدي روایت دی چې د لومړي تشهد څخه د ولاړېیدو پر مهال په درې رکعتي او څلور رکعتي لمونځونو کې پورته کړي دي.
- دا هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې خپل لاسونه به یې د غوږونو برابر پورته کول پرته له دې چې له غوږونو سره یې ولګوي، لکه څنګه چې په صحیحینو کې د مالک بن الحویرث په روایت کې راغلي دي چې: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به د تکبیر ویلو پر مهال لاسونه پورته کول تر دې چې د غوږونو سره به یې برابر کړل»
- د : سمع الله لمن حمده او ربنا ولک الحمد یو ځای وییل یوازې د امام او منفرد لپاره دي، او مقتدي به یوازې: ربنا ولک الحمد وایي.
- د رکوع نه وروسته په: "رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ" کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څلور صیغې واردې دي چې دا یې یوه ده، خو غوره دا ده چې سړي دا ټولې صیغې ووایي، کله یوه ووایي او کله بله.