- د عاجزۍ او په لمانځه کې د زړه د حضور اهمیت، او دا چې شیطان هڅه کوي لمونځ کوونکی ګډوډ کړي او په شک کې یې واچوي.
- په لمانځه کې د شیطان د وسوسې پر مهال مستحب دي چې پناه ترې وغوښتل شي او چپ لوري ته درې ځلې تو کړای شي.
- د صحابه کرامو د حالت بیان چې هغوی به د ستونزو پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رجوع کوله تر څو یې ورته حل کړي.
- د صحابه کرامو د زړونو ویښتوب او دا چې هغوی د اخرت په اړه فکر کاوه.