- دا پناه غوښتل له مهمو او جامعه دعاګانو څخه دي، ځکه چې د دنیا او آخرت له شر څخه پناه غوښتلو ته شاملېږي.
- د قبر د عذاب ثبوت او دا چې حق دی.
- د فتنو خطر او له هغو څخه د خلاصون لپاره له الله تعالی څخه د مرستې او دعا غوښتلو اهمیت.
- د دجال د راوتلو او د هغه د فتنې د لوی والي ثبوت.
- د وروستي تشهد پسې د دې دعا ویل مستحب والی.
- د هر نېک عمل پسې د دې دعا ویل مستحب والی.